ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم ته په یوه پیغام کې په ایران د و روستیو تیریو په وړاندې د اخلاقي دریځ نیونې څخه په قدرونې سره ،د نړیوالې ټولنې له خوا د منصفانه او حقیقت پال کړچار د غوره کولو پر ضرورت ټينګار وکړ او د امریکا له بلاغواړو او خطرناکو سیاستونو او غیر قانوني غوښتو سره د نړئ د هیوادونو پر مقابله کونې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492784 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د بحرین د جعفري اوقافو یوه لوړپوړي چارواکي د ۲۰۲۶ کال د عاشورا د مراسمو لپاره د بحرین د کورنیو چارو وزارت له لورې د سختو محدودیتونو او شرایطو د لګولو خبر ورکړ. نیوکه کونکي دغه اقدام د شیعیانو د مذهبي آزادۍ پر وړاندې د دباؤ زیاتوالی ګڼي او د مذهبي شعایرو محدودیت ئې بولي.
د خبر لمبر: 3492783 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا -د «مستشرقینو په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب د کربلا په مقدسه عباسي حرم کې د فکري او کلتوري چارو د څانګې له خوا خپور شو.
د خبر لمبر: 3492782 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د روسیې او اسلامي نړۍ د نړیوالې اقتصادي ټولګې د غونډې په څنډې کې، د روسیې په اوسمهاله تاریخ کې لومړنی لاسلیک شوی مصحف د مېلمنو لپاره د ډالۍ په توګه وړاندې شو.
د خبر لمبر: 3492781 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د خبر لمبر: 3492780 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د قرآنی ټولنې په اداره کولو کې د بنیادي او حیاتی اصولو د بیانولو لپاره د قرآن، حقیقت اوحکمرانئ په نامې سره دنړیوالو سمینارونو لړئ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492778 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د مصر دالازهر اسلامی مرکز د وحي د کلام د زده کړې او د قرآن کریم دخدمت لپاره ددغه مرکز د اوړي د قرآنی پلان د څلورم سپَرکي د پیلیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492777 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د قرآنکریم د ؛امل؛ نومې د حفظ ددفتر مخ کتنه د مصر په سیناء مرکز کې په حسنه ښار کې ددغه هیواد د شمالی سینا د ګورنر په شتون سره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492776 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ستر فارسی ژبې شاعر حکیم ابوالقاسم فردوسي د درنښت او د فارسی ژبې د ملی ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وفرمائيل؛ د فارسی ژبه او ادب په پراخې نړئ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بډائ کلتور او تمدن د دودیدا لپاره یوترټولو لوي ظرفیّت دی ؛ او د فارسی ژبې په قدرتمنیدا د مونږ د لوړ مقام شهید اوحکیم رهبر سپارښتنې، د ایرانی- اسلامی تمدن د اقتدار د لارې مشال دی.
د خبر لمبر: 3492775 خپرونې تاریخ : 2026/05/15
ایکنا- د هسپانیا سفیر له حامد شاکر نژاد سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن سفیر بلل کېږي، لیدنه کړې او په دغې کتنې کې پر ایران وروستی برید ئې غندلی او د ملتونو د یووالي او د ظلم او تاوتریخوالي پر ضد ئې د فرهنګ او الهي دینونو پر رول ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492774 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- دد نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم د واتیکان تر ټولو لوړ افتخاري ډیپلوماتیک مډال د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر،محمد حسین مختاري ته ورکړ.
د خبر لمبر: 3492773 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم د جنګ د اغېزو او د Strait of Hormuz د نوي انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د انډول د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل: نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د خبر لمبر: 3492771 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم د مشهور لوبغاړي Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.
د خبر لمبر: 3492770 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- دمصر د قاهرې ولایت امنیتي ځواکونو د قاهرې د «درب الاحمر» په سیمې کې یو بېجوازه کتابپلورنځی وتاړه، ځکه د دغه پلورنځي مسؤلینو د اړوندو ادارو له رسمي اجازت پرته، د قانون خلاف د قران کریم نسخې خرڅولې او وېشلې.
د خبر لمبر: 3492769 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د امریکا د ولسمشر پر ډیپلوماټیکو ژمنو د خیانت،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه پر یو اړخیز وتلو او پر ایران د جګړې د د تپلو په وجه سختې نیوکې وکړې او وې ویل، Donald Trump د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه په فارس خلیج کې د اوسني بېثباتۍ اصلي لامل او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی.
د خبر لمبر: 3492767 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او غوره نړیوال قاری حمید رضا احمدي وفا د انعام سورې له ۱۶۰ تر ۱۶۵ پورې آیتونه او دغه راز د نصر سورې په زړه بورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492766 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا - د بحرین آل خلیفه رژيم په وروستیو شپو ورځو کې نوي امنیتي سختوالئ او توپيري او له تعصبه ډک اقداماتو ته مخه کړې ده ، په هغو یو دا چې حکومتي ځواکونو پر شیعه دیني عالمانو او د دې هېواد د دیني حوزې پر مهمو شخصیتونو چاپې او نیونې وکړې. دا وضعیت د وروستیو کلونو تر ټولو پراخ امنیتي اقدام بلل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492765 خپرونې تاریخ : 2026/05/13