ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ، په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ دټولو قواؤ له ستر قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسلهوالو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ (ترکیبي) جنګ پای ته په رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
د خبر لمبر: 3492844 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه جنګ باید پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492840 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د قربانۍ د نیکمغره او مبارک اختر لمونځ د چهارشنبې په سهار،یعني د غبرګولي په ۶مه، د نیواکي قدس ښار په مسجدالاقصی کې د ۱۴۰ زره فلسطین يیانو په پراخ ګډون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492833 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- آکسیوس لیکلي چې Donald Trump د عربي نړۍ او د سیمې پر یو شمېر مسلمانو هېوادونو دباونه راوړی، څو که د ایران پر ضد جنگ پای ته د رسېدو هوکړه وشي، نو د «ابراهیم تړون» (له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول او سازش) سره یوځای شي.
د خبر لمبر: 3492828 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د کابو ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- په غزې تړانګې کې د جګړې له ورانیو سره سره، په خانیونس ښار کې د «نور» قرآني مدرسه هڅه کوي چې د قرآن کریم له لارې د انسان د روحي او معنوي بیا رغونې په موخه، له دوه نیمو کلونو وژنو، بېځایه کېدو، لوږې او محرومیت وروسته، د ژوند نوې هیله راژوندۍ کړي.
د خبر لمبر: 3492824 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا - پر عامه افکارو سربېره، د اروپائي پارلمان یو شمېر غړو هم د صهیونیسټي رژیم او د دغه رژیم د ځینو چارواکو پر ضد د اروپائي ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492814 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطین ي حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرلهپسې کال لپاره د حج له فریضې بېبرخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطین یانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- د صمود نړیوال کاروان» مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطین يو بندیانو سره د پیوستون په موخه، لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په تر ټولو ښه حالت کې نتیجه انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې هم د امریکا د متحدینو لپاره منفي پایلې لرلې دي.
د خبر لمبر: 3492795 خپرونې تاریخ : 2026/05/20
ایکنا- د ګالاتاسرا فوټبال ټیم فرانسوي لوبغاړې، ساشا بوئي، د ترکیې لیګ د قهرمانۍ په جشن کې د ټولو پام ځان ته راواړاوه او د جام د مراسمو پر مهال ئې د فلسطین بیرغ پورته کړ.
د خبر لمبر: 3492788 خپرونې تاریخ : 2026/05/18
اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل: نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د خبر لمبر: 3492771 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم د مشهور لوبغاړي Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.
د خبر لمبر: 3492770 خپرونې تاریخ : 2026/05/14