ایران

IQNA

بچوې
ایکنانیوز - محمدباقر قالیباف د ټولنیز چینل ایکس (X) له لارې په خپل پیغام کې ولیکل:پر سپېڅلي یووالي ټینګار یوازې یوه اخلاقي یا ټولنیزه سپارښتنه نه ده، بلکې د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
د خبر لمبر: 3493049   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د تهران د جمعې   لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي  او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ  د ماتولو او د یرغل  پای ته د رسولو لپاره  یمن والو  پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

سردار محسن رضایی!
ایکنا-  د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز  پړاو ته  وارد شي او اعلان به وکړي چې  هم د مذاکراتو  او  هم د جنګ   د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو  په تهران کې  له قرآن سره د  انس محفل چې  د شهید رهبرامام خامنه اي  په درنښت کې ئې  د  هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ  د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا – امریکايي رسنیو د جمهوري غوښتونکي مشهور سناتور او د صهیونیسټ رژیم  ترټولوزیات ملاتړ کوونکي لېنډسي ګراهم د  مرګ خبر ورکړی. نوموړی د ایران د اسلامي جمهوریت  پر ضد د خپلو سختو دریځونو په خاطر پېژندل کېد.
د خبر لمبر: 3493019   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا - د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، ایت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای د اطلاع رسونې او معلوماتو ویب پاڼه پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3493015   خپرونې تاریخ : 2026/07/12

ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت  ایت الله سید مجبتی حسینی خامنه ای د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې په ایران او عراق کې د لسګونو میلیونو کسانو د ګډون د قدرونې په پیغام کې ، شهید رهبر ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: وعده درسره کوو چي ستاسو او د دواړو جنګونو د شهیدانو د پاکې وینې بدله له جنایتکارو او بې حیثیتو قاتلینو څخه واخلو. دا بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او هرو مرو به واخیستل شي، دا جنایتکاران چي له لوړ پوړو چارواکو رانیولې تر ټيټې سوئې پورې د ټولو لیسټ موجود دی، د پر امن مرګ هیله به قبر ته یوسي.
د خبر لمبر: 3493014   خپرونې تاریخ : 2026/07/12

ایکنا-  دعراق د ارتباطاتو وزیر  په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د میلیوني تشیع  د دستورو  په مناسبت د هغه بزرګوار د درنښت او یاد او خاطرې په  خاطرد یوه پُستي ټکټ یا تمبر  مخ کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493004   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د  هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ  د شهیدانو د  جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492995   خپرونې تاریخ : 2026/07/06

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا= د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او دهغه د قدرمنې کورنئ د پآکو جسدونو  د احترام او درناوي دستورې  پرون سهار  د  کابو سلو هیوادونو د  مختلفو رسمي او لوړپوړو چارواکو او  د سیاسی،کلتوری،پوهنتوني  او دیني شخصیّتونو  په ګډون سره  ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492989   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د کعبې شریفې د کلنۍ وینځلو مراسم د سې‌شنبې په سهار د کعبې د داخلي دېوال د زمزم په هغو سپېڅلو اوبو د وینځلو سره پیل شول چې د ګلابو له اوبو سره ګډې شوې وې او د حرمینو شریفینو د چارو عمومي ادارې له مخکې چمتو کړې وې.
د خبر لمبر: 3492984   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976   خپرونې تاریخ : 2026/07/01