ایکنا= د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر د لبنان ولسمشر ته په خطاب کې ووئيل؛ لبنان د خپل حقیقي دښمن له منګولو وژغوره، ښاغلیه ولسمشره!
17:54 , 2026 Jun 06
ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
17:01 , 2026 Jun 03
پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه د ډېرو ناروغانو د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.
16:49 , 2026 Jun 03
ایکنا - د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر د رحلت د کلیزې د لمانځنې مراسم ترسره شول. ویناوالو د مظلومو ملتونو د دفاع او د ظلم پر ضد د مبارزې په برخې کې د حضرت امام خمیني (رح) د انقلابي او د اتحاد او یووالي رامنځته کوونکې روحیې ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د ملت عزت او سرلوړي د حضرت امام خمیني (رح) پامته داره ده او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي پاکې وینې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د مقاومت قدرت لا زیات کړی دی.
07:04 , 2026 Jun 03
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ، په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ دټولو قواؤ له ستر قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
06:58 , 2026 Jun 02
ایکنا- د غدیر د نېکمرغه اختر په رارسېدو سره به د غدیر بیرغ په نجف او نورو ښارونو کې د عراق په سپېڅلو زیارتونو، مبارکو مزارونو، بنسټونو او مذهبي هیئتونو ، او همدارنګه د نړۍ په ۱۵۰ بېلابېلو سیمو کې پورته او ورپول شي.
06:44 , 2026 Jun 02
ایکنا- د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت په وجه نیوکه کړې ده.
14:06 , 2026 Jun 01
ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسلهوالو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ (ترکیبي) جنګ پای ته په رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
14:38 , 2026 May 30
ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
13:09 , 2026 May 30
ایکنا - د انګلستان د بلکبرن ښار «البراق» جومات د خیریه خوراکي یخچال په جوړولو سره د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د خوراکي توکو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یو نوی ګام پورته کړی؛ دا ټولنیز نوښت د سیمې د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی.
12:48 , 2026 May 30
ایکنا - د یمن یوه شناندی او تکړه کارپوه عدنان جنید وویل: سیدحسن نصر الله د قرآني یقین په سترګو غوښتل چې کاش د یمن د شجاع رهبر تر بیرغ لاندې عسکر وئ. هغه د مقاومت مشال د یمن رهبر، سید عبدالملک الحوثي، ته وسپاره څو د مقدسو ځایونو د ازادولو پروژه بشپړ کړي. د دوي مینه یوه کړئ شوه چې بيروت او صنعا ئې سره یوځای کړل او د دښمن د ویشلو ټول پلانونه او دسیسې ئې ناکامې کړې.
06:40 , 2025 Oct 01
ایکنا - مولانا د وحدت او کثرت د بیانولو لپاره د لمر د رڼا تمثیل کارولی دی؛ لکه څنګه چې د لمر رڼا په آسمان کې یوه ده، خو کله چې د کورونو صحنونو ته راځي، د دیوالونو ترمنځ په ټوټو وېشل کېږي، همداسې مادي جسم او ژوند هم د دیوالونو په څېر یو واحد روح په ټوټو وېشي؛ خو د ټولو دپنځيدا سرچینه او مرکز یو دی.
05:13 , 2025 Oct 01